سویلي کوریا د نوي ډول بالستیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړی دی.
سویلي کوریا نوي ډول بالستیک توغندي ازمایلي دي
1413071
سویلي کوریا ویلي دي چې تیره میاشت کې د هیون مو ۴ په نامه ۲ نوي ډول بالستیک توغندي ازمایلي دي.
د سویلي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاب د خبر له مخې د ازمایل شوو توغندیو واتن ۸۰۰ کیلومتره دی. د ازمایل شوو توغندیو نه د یو ازمایښت ناکام شوی دی.
په خبر کې راغلي دي چې توغندي د هیواد په لویديځ کې د دفاعي ودې د اژانس لخوا ازمایل شوي دي.