د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس د ترکیې نه د طبي توکو د مرستې له امله مننه وکړه.

د امریکا د استازو مجلس د ترکیې نه مننه وکړه

1410792
د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس د ترکیې نه د طبي توکو د مرستې له امله مننه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس د ترکیې نه د طبي توکو د مرستې له امله مننه وکړه.

د امریکا د استازو په مجلس کې د ترکیې د دوستۍ د ډلې په واشنګټن کې د ترکیې لوی سفیر سردار کلچ ته د لیک په استولو سره د ترکیې لخوا د امریکا سره د طبي‌ توکو د مرستې له امله مننه کړې ده .

د امریکا د استازو د مجلس د غړیو هر یو ستیف کابوټس، ستیف کوهن،جوی ویلسن او جرالد کانولي په لاسلیک په استول شوي‌ لیک کې د ترکېې لخوا د امریکا سره د دوو الوتکو طبي‌ توکو د مرستې له امله د زړه له کومه مننه کړې ده .

په مننلیک کې داسې لیکل شوي دي" لکه څرنګه چې پوهیږو د نوموړۍ ناورغۍ د لمنځه وړو مهمه برخه د روغتیايي پرسونل حفاظت دی چې تر څو وکولای شي د ناروغانو تداوۍ او خدمت ته پرته ددې چې پخپله پدې ناروغۍ اخته شي‌ دوام ورکړي. ستاسې د هیواد لخوا د رالیږل شوو ۵۰۰ زرو جراحي‌ ماسکونو، ۳۴۵۰۰ د روغتیايي پرسونل د محافطتي‌ کیتونو یا ځانګړو جامو، ۲۵۰۰ ام ۹۵ ماسکونو او نورو توکو او په سلګونو بوشکو ضد عفوني‌ مواد به زمونږ  روغتیايي پرسونل په ساتنه کې ډیره زیاته مرسته وکړي. د ترکیې د ملت ددې سخاوتمندانه مرستو نه مننه کوو . د ناټو د سازمان د دوو مهمو متفقو هیوادونو امریکا او ترکیې په توګه ددې  بحران او یو زیات شمیر نور امتحانونه په مقابل کې په ګډه او اوږه په اوږه دریدل ځانګړی اهمیت لري."

د ویلو ده چې ترکیې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د نړۍ د نږدې ۶۰ هیوادونو سره د طبي‌ توکو او سامان الاتو مرسته کړې ده .



اړوند خبرونه