د شمالي کوریا ولسمشر د اوږدې مودې وروسته د تلویزیون په پرده راښکاره شو
کیم جونګ اون د یوې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ
د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون په اړه ډول ډول ادعاګانو او پوښتنو بالاخره ځواب وموند.
کیم جونګ اون د نږدې درې اونیو وروسته د لومړي ځل لپاره په عام محضر کې ښکاره شو.
کیم جونګ اون د یوې فابریکې د پرانیسو په مراسمو کې ښکاره شو. هغه یوه فابریکه په خپلو لاسونو پرانیسته.
کیم جونګ اون د سویلي کوریا د پارلمان د وکیل ژي سیونګ هو لخوا د هغه د مړینې د ادعا د تاییدولو نه څو ساعته وروسته په عام محضر کې ښکاره شو.
د ویلو ده چې په ۲۰۰۶ کال کې د شمالي کوریا نه سویلي کوریا ته راتښتیدلي او په تیرو پارلماني ټاکنو کې د سویلي کوریا پارلمان ته لار موندونکي ژي سیونګ هو تیره ورځ وویل چې ۹۹ سلنه پوره باور لري چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون مړ دی.
هغه ویلي وو چې د شمالي کوریا نه معتبرې سرچینې ورته د کیم جونګ اون د مړینې خبر ورکړی دی. هغه وویل چې ۹۹ سلنه پدې باور دی چې هغه ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د سویلي کوریا د پارلمان د وکیل ددې څرګندونو نه څو ساعته وروسته رویټرز خبري اژانس د شمالي کوریا د خبري اژانس لخوا د یوې فاریکې د پرانیستو په مراسمو کې اخیستل شوی د کیم جونګ اون عکس خپور کړ. همداشان د شمالي کوریا خبري اژانس خبر ورکړ چې کیم جونګ اون د فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د یادولو وړ ده چې د تیرو دوو اونیو راهیسې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون په اړه ډول ډول ادعاګانې رامنځته شوې.
ځینو برخو د هغه د زړه د عملیات کولو او ځینو د هغه د مړینې ادعا وکړه. خو د سویلي کوریا لوړپوړو چارواکیو په ټینګار سره دا ادعاګانې ردولې .
خو د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د درې اونیو وروسته په عام محضر کې د راښکاره کیدو سره ټولې پوښتنې ځواب کړې.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.