مداګاسکار هیواد د کرونا ویروس د درملو د جوړولو نه خبر ورکړ
د کووید ۱۹ ساري ناروغۍ لپاره د درملو جوړولو خبر ورکړ شو
د کرونا ویروس کووید ۱۹ لپاره جوړ شوي درمل د کلینکي ازمایښتونو نه وروسته نن نړۍ په رسمي ډول معرفي کیږي. دا خبره د د هند سمندر او افریقا په جنوب ختیځو کې پروت ټاپو هیواد مداګاسکار ولسمشر اندري. را جویلینا وکړه.
هغه ویلي دي چې د مداګاسکار د عملي تحقیقاتو انیستیتیوت د ارتمیسیا بوټي په ګډون د چې د ملاریا د درملو په جوړولو کې هم ترینه کار اخیستل شوی دی د یو زیات شمیر بوټو نه د کرونا ویروس درمل جوړ کړي دي چې نن به يي په رسمي توګه نړۍ ته معرفي کړي.
د ویلو ده چې د مداګاسکار ولسمشر یو څه موده مخکې هم ویلي وو چې د کرونا ویروس په اړه نړۍ ته یو ډیر ښه زیری لري. هغه ویلي وو چې د څو ورځو په دننه کې به د کرونا درمل جوړ او نړۍ ته وروپیژني.
هغه د ټي وي ام تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د مداګاسکار د عملي تحقیقاتو انیستیتیوت د کرونا ویروس لپاره جوړ کړي درملو کلینیکي ازمایښتونه هم په بریالیتوب سره پایته رسیدلي دي. هغه وویل چې درمل په کامله توګه بازار ته عرضه کولو ته چمتو دي.
د مداګاسکار ولسمشر وویل چې ددې درملو تولیدات به سمدلاسه پیل کړي. هغه وویل د کوم بوټي نه چې ددې درملو په جوړولو کې کار اخیستل شوی دی د طب په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري. ځکه چې ددې بوټي نه د ملاریا د درملو په جوړولو کې هم کار اخیستل شوی دی.
همداشان هغه د مداګاسکار د پلازمینې په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو کې لګول شوي بندیزونه په نصبي ډول د لرې کولو نه هم خبر ورکړ. هغه وویل چې د شپې د نهو بجو نه د سهار تر ۴ بجو پورې به ګرځبندیز دوام وکړي.
د ویلو ده چې په مداګاسکار کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس یواځې ۸۳ مثبتې پیښې شتون لري چې ددوې د جمع نه هم ۳۹ تنه روغ شوي دي.