د روسیې پارلمان پوتین ته په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون د حق ورکولو لاره پرانیسته

د روسیې  پارلمان  دوما  د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پنځم ځل لپاره د ګډون د اجازې ورکولو اړوند  په اساسي قانون کې د  تعدیل په اړه طرحه  د رایو په اکثریت سره  تصویب کړه.

1376077
د روسیې پارلمان پوتین ته په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون د حق ورکولو لاره پرانیسته

 

د روسیې  پارلمان  تیره ورځ په عمومي  مجلس کې  ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په راتلوونکي کې هم  د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ  د لارې د پرانیستو اړوند په اساسي قانون  کې تعدیل په اړه طرحه تصویب کړه.

د اساسي قانون د تعدیل  طرحه  د ۴۴ مخالفو رایو په مقابل کې د ۳۸۲ موافقو او یوې ممتنع رای سره  تصویب شوه.

په روسیه کې واکمن د روسیې متحد ګوند په راتلوونکو ټاکنو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوماندۍ پر وړاندې د موجودو خنډونو د لرې کولو په خاطر  پارلمان ته  په اساسي قانون کې د تعدیل طرحه وړاندې کړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پارلمان ته ددې طرحې د وړاندې د کیدو نه مخکې وینا وکړه. هغه وویل چې  په اساسي قانون کې  دا ډول تغیرات د اندیښنې وړ خبره نده.

هغه پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې دا د روسې د خلکو غوښتنه ده چې په قدرت کې پاتې شي. ولادیمیر پوتین  په خپله وینا کې داسې ښکاره کړه چې  دا د واک غوښتونکی ندی بلکې خلک نه غواړي چې له قدرت نه لرې شي.

د پارلمان لخوا د تصویب شوې طرحې له مخې  به  د ۲۰۲۰ کال د اپریل په ۲۲ مه نيټه په روسیه کې ټولپوښتنه وشي. په ټولپوښتنه کې په اساسي قانون کې د راتلوونکو دورو لپاره د  ولسمشر پوتین د نوماندۍ پر وړاندې  د پرتو خنډونو د لرې کولو اړوند د تعدیل د منلو کیدو په صورت کې  به پوتین تر ۲۰۳۶ کاله پورې د ولسمشر په توګه د دندې د ترسره کولو امکان پیدا کړي.

همداشان ولسمشر پوتین وویل چې د اساسي قانون د تعدیل دا مسئله باید د اساسي قانون محکمې ته وړاندې شي او دا خبره معلومه شي چې ایا دا تعدیل د اساسي قانون له پلوه ستونزه لري او که نه.

د ویلو ده چې ولادیمیر پوتین په ۲۰۰۰ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو . پوتین د دوه دورو ولسمشرۍ دندې نه وروسته په اساسي قانون کې هغه ته د دریمې دورې د اجازې د نه ورکولو له امله په ۲۰۰۸ کال کې  د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۱۲ کاله يي د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

همداشان  په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا په ټولټاکنو کې ګډون وکړ او د ۶۳ عشارهی ۶ سلنې د رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د ولسمشر په ټوګه وټاکل شو. پوتین د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې یو ځل بیا د ۷۶ عشاریه ۷۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د روسېې د موجود اساسي قانون له مخې  د پوتین د دندې موده  په ۲۰۲۴ کال کې پایته رسیږی او د بلې دورې لپاره د نوماندۍ حق نلري.

خو په روسیه کې واکمن ګوند په اساسي قانون کې د تعدیل سره غواړي چې د ولسمشر پوتین د نوماندۍ پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.

د بله پلوه  د پارلمان لخوا په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه د طرحې د تصویبیدو نه وروسته په روسیه کې  ځینې غبرګونونه پارولي دي. تیره ورځ  یوې سل کسیزې ډلې د پارلمان دا اقدام وغنده او مظاهره يي وکړه.



اړوند خبرونه