په تونس کې د امریکا د سفارت ترڅنګ ځانمرګی برید وشو.
په تونس کې ځانمرګی برید شوی
1373451
د تونس نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا برید د موټر سایکل پر مټ شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د موټر سایکل پر مټ د امریکا د سفارت په مخکې برید وکړ او ځان يي وچولو.
سیمه ایزو رسنیو بیا ویلي دي چې برید د سفارت پر امنیتي موټر چې د سفارت ترڅنګ ولاړ وو شوی دی.
په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.