امریکا او جرمني په کلونو کلونو د ۱۲۰ هیوادونو د مشرانو پټې خبرې اوریدلي دي
د امریکا متحده ایالتونو مرکزي استخباراتو CIA او د جرمني بهرنیو استخباراتو تشکیلاتو BND د خپلو ارتباطي شرکتونو په ذریعه د پلورونکو ماشینونو سره د نړۍ د ۱۲۰ هیوادونو د حکومتي جګپوړو خبرې په او محرم پیغامونه پټه توګه اوریدلي دي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې او د جرمني زیټ ډي اف خبري ارګان د امریکا د مرکزي استخباراتو او جرمني د بهرنیو استخباراتو نه د ترلاسه کړو محرمو اسنادو پر بنیاد په خپور کړي ګډ خبر کې ویلي دي چې نوموړو دا کار د سویس د "Cyrpto AG" د شرکت په ذریعه د پلورلو ماشینونو پرمټ کړی دی. نوموړو د ۱۲۰ هیوادونو د جګپوړو حکومتي او دولتي مقاماتو خبرې او محرم پیغامونه په پټه اوریدلي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د دویمې نړۍوالې جګړې د پایته رسیدو نه وروسته د ۱۹۴۰ او ۲۰۰۰ کال تر پیله پورې د "Cyrpto AG" شرکت چې اصلي مالکان يي د امریکا مرکزي استخبارات او د جرمني بهرني استخبارات دي په نورو هیوادونو د پلورولو ماشینونو سره د هیوادونو محرم سیستمونوته داخل شوي او ټول شفرونه یا کوډونه يي مات کړي دي. نوموړي شرکت د هیوادونو د مشرانو د محرمو پيغامونو د لوستو په خاطر ځانګړې مسلکي کسان په دندو ګمارلي وو.
په خبر کې راغلي دي چې د امریکا او جرمني استخباراتو د ترکیې، پاکستان، ایران او هندوستان په ګډون د نړۍ د ۱۲۰ هیوادونو د مقاماتو خبرې په پټه توګه اوریدلي دي.
په خبر کې راغلي دي چې یاد شوي شرکت د هیوادونو استخباراتو او محرمو اسنادو ته د لارې پیدا کولو له امله په سلګونو میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي دي. په خبر کې ددې مسئلې نه د پیړۍ د استخباراتي کودتا په توګه یادونه شوې ده .
یو زیات شمیر بهرنیو هیوادونو امریکا او لویدیځ المان ته ددوې پټ رازونه لږ تر لږه د دوو بهرنیو هیوادونو لخوا د لوستل کیدو له امله پيسې ورکولې.
امریکا متحده ایالتونو په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په ایران کې د ددوې د لسګونو تنو د برمته کیدو په مسئله کې او جرمني بیا په ۱۹۸۶ میلادي کال کې په لویدیځ برلین کې په یو ډیسکوټیک د بمي بریدونو د ترسره کیدو په پيښو کې د لیبیا چارواکیو خبرې اوریدلي دي.
جرمني په ۱۹۹۰ کلونو کې د امریکا سره د پيسو او د خپل بعضو نږدې متحدینو د نه اوریدو غوښتنې په مسئله کې د اختلافاتو له امله ددې شرکت نه جلا شو. امریکا پدې شرکت کې د جرمني ټول حصې وپیرودې.
همداشان امریکا په ۲۰۱۸ کال کې پدې شرکت کې خپلې بټې حصې وپلورلې او وروسته دا شرکت په دوو برخو وویشل شو. دې شرکت د خپرو شوو خبرونو نه وروسته وویل چې د امریکا د استخباراتو او جرمني د استخباراتو سره هیڅډول تړاو نلري او کله يي هم ندی درلودلی. خو د امریکا مرکزي استخباراتو د مسئلې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.