په جرمني کې سیاسي بحران د لویدو پر لورې روان دی.
د جرمني د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند مشرې او د دفاع وزیرې اینګرت کرمپ ویلي دي چې په راتلوونکو ټاکنو به د صدرات لپاره نومانده نشي او د ګوند مشرۍ به هم پریږدي.
د جرمني د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند ویاند د نوموړي هیواد خبري آژانس ډي پي ای ته ویلي دي چې اینګرت کرمپ د ګوند اجراییوي کمیټې ته ویلي دي چې نه غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د لومړۍ وزیرۍ لپاره نومانده شي . هغې ویلي دي چې د ګوند مشرۍ به هم پریږدي.
د ویاند په وینا لومړۍ وزیر انګیلا مرکل د هغه نه په مننې سره ویلي دي چې د دفاع وزیرې په توګه باید خپلې دندې ته دوام ورکړي د جرمني د تورینګن په ایالت کې د ایالت د لومړي وزیرۍ په ټاکنو کې د سیاسي بحران د رامنځته کیدو نه وروسته د مسیحیانو ډیموکراټ متحد ګوند مشرۍ لخوا د دندې د پریښود او په راتلوونکو ټاکنو کې د لومړۍ وزیرۍ لپاره د نوماندۍ نه د لاس په سر کیدو اړوند څرګندونو یاد شوی بحران لا پسې ژور کړ.
د ویلو ده چې د تورینګن په ایالت کې د لومړي وزیرۍ په ټاکنو کې توماس کیمیرچ د ازاده ډیموکراټ ګوند پر خلاف ټاکنې ګټلې وې خو په هغه د ډیرو زیاتو نیوکو له امله استعفا ته مجبور شو.
د مسیحیانو دیموکراټ متحد ګوند پدې ایالت کې له سره د ټاکنو غوښتنه کوي.