په امریکا کې د پوهنتون پر لیلې وسله وال برید شوی
په امریکا متحده ایالتونو کې د پوهنتون پر لیلې د وسله وال برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
1353000
د واشنګټن نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د تکزاس په ایالت کې د ای ایند ام په پوهنتون کې رامنځته شوې ده .
د امریکا د ای ایند ام د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د دالاس ښار ۱۰۷ کیلومترۍ شمال ختیځ لورې ته پرتې ددې پوهنتون په لیلې د وسله وال برید په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان پدې برید کې یو تن ټپي شوی دی چې په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوی دی.
پولیسو د برید په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د تکزاس د ای ایند ام پوهنتون څه باندې ۱۲ زره تنه محصلین لري چې د تکزاس تر ټولو دریم لوی پوهنتون بلل کیږي.