په اوزبیکستان  حکومت  استعفا وکړه.

په اوزبیکستان کې د ۲۰۱۹ کال  د دسمبر په ۲۲ مه نيټه د ترسره شوو ټاکنو نه وروسته د نوې کابینې د جوړیدو په خاطر  حکومت  استعفا وکړه.

1344471
په اوزبیکستان  حکومت  استعفا وکړه.

 

 

د اوزبیکستان  لومړي وزیر  عبدالله عارپوف د حکومت  استعفا لیک  د مشرانو جرګې ته  وړاندې کړه. د مشرانو جرګې  د حکومت  استعفا  ومنله.

همداشان د مشرانو جرګې ویلي دي چې  د هیواد د اساسي قانون  له مخې  د نوي حکومت تر جوړیدو به  موجود حکومت خپلې دندې ته  دوام ورکړي

د ویلو ده چې په اوزبیکستان کې  د ۲۰۱۹ میلادي کال  د دسمبر د ۲۲ مې نیټې په ټولټاکنو کې  لیبرال ډیموکراټ  ګوند  د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو نه  ۵۳ څوکۍ  ترلاسه کړې. همداشان  یاد شوي  ګوند  موجود لومړی وزیر عبدالله عارپوف  یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه  نوماند ټاکلی دی.

د اوزبیکستان  ولسي جرګه او د مشرانو جرګه به نن  د نوي لومړي وزیر د ټاکلو په اړه غونډه وکړي.

د اوزبیکستان  ولسمشر  د هیواد د نافذه قوانینو  له مخې  عبدالله  عارپوف  نوماندي  د تایید نه وروسته   د اعتماد  د رای ترلاسه کولو په خاطر يي  پارلمان ته  معرفي کوي.

عارپوف  د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو په خاطر  باید  د پارلمان ۵۰ جمع  یو رای ته اړتیا لري.



اړوند خبرونه