البانیا د ایران د سفارت د دوه تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
البانیا دوه تنه ایراني ډیپلوماټان وشړل
1341977
د البانیا حکومت د د ایران د سفارت دوه تنه ډيپلوماټان نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړل او د هیواد نه يي وشړل
د البانیا د اروپا او بهرنیو چارو سرپرست وزیر ګینټ کاکاژ ویلي دي چې نوموړو ایراني ډیپلوماټانو د خپل موقف او ډیپلوماتیکو اړیکو نه د ویانا د تړون او قواعدو پر خلاف ناوړه استفاده کړې چې د همدې امله د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان شول.
هغه ویلي دي چې په البانیا کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت نه هر څه ژر نوموړي دوه تنه ډیپلوماټان د البانیا د خاورې نه د ویستو غوښتنه وشوه.
د ویلو ده چې البانیا په ۲۰۱۸ کال کې هم د ایران د سفارت دوه تنه ډیپلوماټان شړلي وو.
ایران بیا د البانیا د هیواد دا اقدام په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې دا کار د غلطو او جعلي اطلاعاتو پر بڼسټ شوی دی.