په تهران کې د انګلستان سفیر هیواد ته ستون شو
په تهران کې د انګلستان سفیر روب مکایر هیواد ته ستون شو.
په تهران کې د انګلستان سفیر مکایر چې د جنوري په ۱۱ مه نیټه په تهران کې د ایران لخوا په تیروتنه کې د ویشتل شوې اوکرایني الوتکې له امله په پیل شوو مظاهرو کې ګډون کړی وو او وروسته د لنډه مودې لپاره د پولیسو لخوا نیول شوی او بیرته خوشې شوی وو د ایران نه جلا او انګلستان ته ستون شو.
د تسنیم خبري اژانس ویلي دي چې د انګلستان سفیر د ټولو ډیپلوماتیکو قواعدو او قوانینو سره سم د ایران نه جلا شوی دی.
انګلیس سفیر د پولیسو لخوا د بعضو تندلارو او ورانکارو ډلو د لمڅولو او خلک مظاهرو ته د تشویقولو په تور د لنډې مودې لپاره د پولیسو لخوا نیول شوی وو.
هغه وروسته خوشې شوی وو.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب په تهران کې د پولیسو لخوا د انګلستان د سفیر نیول د ټولو نړۍوالو او ډیپلوماتیکو قواعدو او تړونونو سره په ټکر کې د یو عمل په توګه یادونه وکړه.
تهران بیا د انګلستان سفیر په تهران کې په غیرې قانوني مظاهرو کې د ګډون له امله د انګلستان حکومت ته خپل اعتراض وړاندې کړ.
د بله پلوه د ایران د قضايي قوېې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون خبري غونډې ته ویلي وو چې ولسمشر روحاني د انګلستان د حکومت نه مکایر هیواد ته د ستنولو غوښتنه کړې وه.