د امریکا متحده ایالتونو  ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د ایران په اړه  یو بل  جدي بحث  پرانیست.

ټرمپ  وویل چې  په ایران کې سقوط شوې د اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې د لامل په اړه  ځینې شک او شبهې  لري .

1338181
د امریکا متحده ایالتونو  ولسمشر ډونلډ ټرمپ  د ایران په اړه  یو بل  جدي بحث  پرانیست.

 

ټرمپ  په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل چې  ، د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه  په ایران د تخنیکي  ستونزې له امله  د لویدو په اړه  ځیني شک او شبهې لري. هغه وویل چې یواځې  دا نه بلکې نور خلک هم  ځینې شک او شبهې لري.

ټرمپ وویل " زه شک او شبهه لرم. نور يي هم  لري. یوه ډیره تراژیدیک پیښه ده. بل پلو ته  کیدای شي چي څوک  د کومې اشتباه مرتکب شوی وي. الوتکې په ډیرې ستونزمندې سیمه کې الوتنه کوله. کیدای شي چې  پدې سیمه کې د چا لخوا کومه اشتباه شوي وي. ځینې  برخې وايي چې  الوتکه  د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی  خو زما په نظر  دلته ډیرې زیاتې پوښتنې شتون لري. د بیلګې په توګه  ځینې ادعاګانې شتون لري چې ویل کیږي  کیدای شي دا الوتکه د ایران لخوا  په اشتباه کې ویشتل شوي وي. خو حقیقت  په کامله توګه په ډاګه ندی او زه هم  نه پوهیږم. پدې مسئله کې یو ډول خراب  حس  لرم. ګمان کوم چې هلته  یوه ډیره بده پیښه  رامنځته شوې ده."

د انګلستان لومړي وزیر  بوریس جانسن  د نوموړې الوتکې د سقوط د لامل  په ډیر  شفافه  توګه  د څیړولو غوښتنه کړې.

هغه ویلي دي چې  پدې الوتکه کې ۱۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

هغه ویلي دي " ترلاسه شوي  معلومات  داسې ښايي  چې  الوتکه د ایران لخوا د توغول شوي  توغندي سره  لګیدلې ده. کیدای شي چې دا  کار په اشتباه کې شوی وي."

د بله پلوه  د انګلستان د حکومت ویاند د نوموړې پیښې په اړه ویلي " نه غواړم چې بې ځایه اوازې  خپرې کړم  خو  راغلي راپورونه  په واقعیت سره چې د اندیښنې وړ دي. "

همداشان  د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو  بیا ویلي دي چې  د کاناډا  د استخباراتو  د راپورونو له مخې  په ایران کې  سقوط شوې  د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه  د ایران لخوا په اشتباه کې په توغندي ویشتل شوې ده .پدې اړه  ځینې  دلایل او شواهد هم  شتون لري.

هغه  د مسئلې په اړه خبري غونډې ته وویل " هم  د کاناډا  او هم  د ځینو متحدو هیوادونو لخوا  د ترلاسه شوو استخباراتو له مخې  دا  الوتکه  د ایران لخوا  په  اشتباه کې  په توغندي  ویشتل شوې ده . البته چې دا  قصدي  پيښه  نده. "

هغه  دې پوښتنو ته  چې دا الوتکه په څه ډول  توغندي ویشتل شوې ده  ځواب ورنکړ. هغه وویل چې  په لاس کې د موجودو استخباراتو  له امله پدې خبره پوره باور لري.

هغه ویلي دي چې  ځینې کاناډايي  ډیپلوماټان  د ترکیې له لارې ایران ته د تلو  په خاطر  تیاري نیولې ده  او پوره باور لري چې ایران به ددې ډیپلوماټانو سره د ویزې په برخه کې همکاري وکړي.

د بله پلوه  د ایران د حکومت  ویاند  علي ربیعې  ویلي دي هغه ادعاګانې چې ګواکې  د اوکراین مساپر وړونکې الوتکه  د ایران پر توغندي  ویشتل شوې ده  په کامله توګه  بې بڼسټه او ناسمې دي او دا  د امریکا تبلیغات  دي.

هغه  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  د ایران هوانوردۍ  ادارې  د نړۍوالې ملکي هوانوردۍ د سازمان  د پریکړو له مخې  د نوموړې پیښې د څیړولو په خاطر  یو کمیسیون ټاکلی دی. دا کمیسیون به  دا پیښه په ډیر شفافه  او دقیقه توګه  وڅیړي.

د ایران د ملکي هوانوردۍ  د ادارې رئیس علي عابدزاده  ویلي دي چې

د اوکراین مساپر وړونکې الوتکې  په هوا کې  اور اخیستی وو چې وروسته يي چاودنه کړې ده .

هغه ویلي دي چې  الوتکې د الوتنې نه وروسته  یعنې د سقوط نه مخکې  بیرته  هوايي ډګر ته  د راستنیدو او راښکته کیدو  هڅه کړې خو  سمدلاسه  لویدلې ده . الوتکې د اور اخیستو نه وروسته  چاودنه کړې ده .

د ویلو ده چې  په همدې ساعتونو کې چې دې الوتکې  الوتنه کړې ده  ایران سپاه پاسداران ځواکونو په عراق کې د امریکا پر پوځي  هډو  د توغندیو  بریدونه کړي.

د همدې امله  ځینې داسې  شک او شبهې  شتون لري چې ګواکې الوتکه  د ایران پر توغندي  لګیدلي وي.

 



اړوند خبرونه