په جرمني کې په یو معدن کې چاودنه وشوه
د جرمني د سکسانیا انحلټ په ایالت کې په یو معدن کې د چاودنې له امله ګن شمیر کارګران په معدن کې بند پاتې دي.
1302876
د یاد شوي ایالت پولیسو ویلي دي چې چاودنه د سهار په ۹ بجو رامنځته شوې ده . د چاودنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي چې د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.
همداشان پولیسو ویلي دي چې یو زیات شمیر کارګران په معدن کې بند پاتې دي.
ویل کیږي چاودنه د مځکې نه ۷۰۰ متره لاندې رامنځته شوې ده . د چاودنې پر مهال په معدن کې ۱۰۰ تنو کاګرانو کارکولو چې ۳۵ تنه يي په خوندي سیمو کې شتون لري. تمه کیږي چې دا کسان هر څه ژر تخلیه کړې شي.
د پیښې ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي. د چاودنې په پایله کې په معدن کې د نورو کارګرو د ژغورنې په خاطر هم عملیات دوام لري.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.