د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دوه میلیونو ډالرو نقدي جزا محکوم شو.
د نیویارک د محکمې قاضي د ټرمپ د مرستندویه ټولنې د تړولو حکم وکړ
1302441
د امریکا د نیویارک په ښار کې یوې محکمې ولسمشر ټرمپ د خپل مرستندویه ټولنې ټرمپ وقف نه د خپلو سیاسي او تجاري موخو لپاره د کارولو له امله په ۲ میلیونو ډالرو نقدي جزا محکوم کړ.
د محکمې قاضي سالین سکارپولا ولسمشر ټرمپ د خپل مرستندویه ټولنې ټرمپ وقف نه د سیاسي او تجاري موخو لپاره د استفادې له امله په دوه میلیونو ډالرو نقدي جزا د محکومولو حکم وکړ.
قاضي ددې سربیره د ټرمپ د مرستندویه ټولنې د تړولو او ددې ټولنې ۱ عشاریه ۷ میلیونو ډالره شتمني نورو مرستندویه ټولنو ته د ورکولو حکم وکړ.
د نیویارک لوی څارنوالۍ تیر کال د ولسمشر ټرمپ او د هغه د کورنۍ پر خلاف د خپل مرستندویه ټولنې نه د ناوړه ګټې پورته کولو له امله اقامه د دعوا کړې وه او ټرمپ کورنۍ ته يي د ۲ عشاریه ۸ میلیونو ډالرو جزا ورکولو غوښتنه کړې وه.