پرون په انګلستان کې  په یو کانتینر کې  د موندل شوو ۳۹ مړو  هویت  او هیواد  معلوم شو.

په انګلستان کې په یخچال کانټینر کې موندل شوي مړي د چین د وګړو دي

1294043
پرون په انګلستان کې  په یو کانتینر کې  د موندل شوو ۳۹ مړو  هویت  او هیواد  معلوم شو.

 

ویل کیږي  نوموړي  کسان  چې  په یخچال کانتینر کې  مړه موندل شوي دي  د چین د هیواد وګړي دي. ګمان کیږي  د یخچال کانټینر  د تودوخي  درجه  منفي ۲۵ درجو ته راټیټه شوي وي.

نوموړو ټولو  کسان  د ډير زیات  یخ  او سړې هوا په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د انګلستان  خبري رسنیو د پولیسو له قوله ویلي دي چې  پرون د لندن ښار ته د نږدې  د اسکس  په سیمه کې د واټرګلاډ په نامه په یو صنعي  پارک کې په یو کانټینر کې موندل شوي  ۳۹ تنه مړي  د چین د هواد وګړي دي.

ویل کیږي نوموړي کسان  په غیرې قانوني او قاچاقي توګه انګلستان ته راوړل شوي دي. خو دا لا معلومه نده چې دا کسان له کوم ځایه او کله  پدې کانټینر کې  سپاره شوي وو.

د بله د بلجیم  مقاماتو ویلي دي چې  کانټینر  د تیرې سې شنبې د ورځې د ماسپخین په ۲ بجو او ۴۹ دقیقو د زیبرګ  بندر ته رارسیدلی دی او په همدې ورځ په یوې کښتۍ کې بار شوی او د انګلستان پر لورې حرکت کړی دی.

انګلیس مقاماتو ویلي دي چې کانټینر د شپې په نیمايي  کې  د انګلستان د پورفلیټ  بندر ته  راوړل شوی  او ددې ځایه نه د یو بلغاریايي شرکت اړوند  د یوې لارۍ لخوا  بار شوی دی او د صنعي پارک ته وړ شوی دی.

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا لارۍ  د وارنا او ایرلنډ  د جمهوریت د وګړي  د یو شرکت  په نامه  ثبت شوی دی.

دا لارۍ  په ۲۰۱۷ کال کې له بلغاریا وتلې ده  او بیا نده  راننوتې.

انګلیس پولیسو  په شمالي ایرلنډ کې  د پيښې په تړاو  په څو ادرسونو  عملیات ترسره کړي خو د جزیاتو په اړه يي څه ندي ویلي.

د انګلستان پولیسو  پرون د نوموړي  لارۍ چلوونکی  ۲۵ کلن  مو روبین سن  نیولی وو.


پيوندونه: #چین , #مړي , #لارۍ , #انګلستان

اړوند خبرونه