روسیې د اس ۵۰۰ دفاع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم په بریالیتوب سره وازمایه

روسیې په سوریه کې  خپل نوي  د دافع هوا  اوږد واټنه  توغندي  اس ۵۰۰ په بریالیتوب سره  د ازمایلو نه خبر ورکړ .

1280242
روسیې د اس ۵۰۰ دفاع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم په بریالیتوب سره وازمایه

 

د روسیې ازویستیا  ورځپاڼې د دفاع وزارت  او دفاعي صنایعو د سرچینو له قوله لیکلي دي چې  د اس ۵۰۰ دافع هوا اوږد واټنه توغندیو  د ازمایښت پر مهال  ځینې  ستونزې رامنځته شوې وې  خو په ډیر ګړندي توګه  حل کړې شوې او ازمایښتونه په بریالي توګه ترسره شول.

د روسیې  د دفاع وزارت  سرګي شویګو  ویلي دي چې  اس ۵۰۰ دافع هوا اوږد واټنه توغندیو  سیستم  به  په ۲۰۲۰ کال کې  د روسیې وسله والو ځواکونو په اختیار کې ورکړل شي.

هغه ویلي دي چې  د سوریې په عملیاتو کې  د ازمایښتونو  پر مهال ناکام شوې  ۱۲ ډوله وسلو  تولید يي  درولی  دی.

هغه  د نوموړو وسلو د ډولونو په اړه  د جزیاتو ورکولو نه ډده وکړه .



اړوند خبرونه