د ټرمپ لخوا چین ته مبارکۍ غبرګونونه پارولي دي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین خلکو جمهوریت د ۷۰ یمې کلیزې له امله د مبارکۍ د پیغام د خپرولو سره د جمهوریت پلوو غبرګون يي پارولی دی.
ټرمپ د سهار په ساعتونو کې د خپل ټویټر پاڼې له لارې د چین د خلکو جمهوریت د ۷۰ یمې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ټرمپ په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې « د چین ولسمشر شي جین پینګ او د چین خلکو ته د جمهوریت د ۷۰ یمې کلیزې له امله مبارکي وایم. »
د ټرمپ دې پيغام د امریکا په کانګرس کې د جمهوریت پلوه وکیلانو غبرګون پارولی دی.
د امریکا په کانګرس کې د وایو منیګ د ایالت استازې جمهوریت پلوې لیز چیني او ویسکونسین د ایالت استازي مایک ګالاګر د ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د چین خلکو جمهوریت د تاسیس د ورځې نه راپدیخوا په دومداره توګه بشري حقونه د خپو لاندې کړي دي .
نوموړو ویلي دي « نن د مبارکۍ ورکولو ورځ نده، برعکس نن ورځ د چین د کمونیست ګوند لخوا په تیرو کلونو او اوسمهال د وژل شوو کسانو د یادونې او یاد یو ډیر ښه فرصت دی. د هغه قربانیانو د یاد ورځ ده.»
همداشان د نبراسکا د ایالت استازي سناتور بن ساسي بیا په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « نن د چینايي ظالمانو او کمونست استبداد ۷۰ یمه کلیزه ده. دوی نن ورځ د خپلو ظلمونو د سمبولونو نه لمانځه وکړه. »
هغه ویلي دي چې په هانګ کانګ کې ازادي غوښتوونکي ددې ورځې له امله ماتم نیولی دی. د امریکا ملت د هغه خلکو پر خلاف چې د الله لخوا ورته د ورکړ شوي شرف نه انکار کوي د هانګ کانک د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.
همداشان د ټویټر یو زیات شمیر کارونکو هم د ټرمپ د پيغام په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.