ډیموکراټانو په ترمپ حلقه لا پسې تنګه کړه
د امریکا متحده ایالتونو ګانګرس د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مدافع وکیل د اوکراین د مسئلې په اړه کانګرس ته رابللی دی.
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو، استخباراتو او تفتیش کمیټو د ټرمپ د خصوصي مدافع وکیل رودی جولیاني د اوکراین د مسئلې په اړه په جلا جلا توګه کانګرس ته غوښتی دی.
د بله پلوه ټرمپ ویلي دي چې د هغه جاسوس د موندولو په لټه کې دی چې د اوکراین د ولسمشر سره يي دده د ټيلیفوني خبرو په اړه کانګرس ته ناسم راپور ورکړی دی. د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ یو څه موده مخکې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي سره په ټيلیفوني خبرو کې د هغه نه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دده د سخت رقیب جو بایدن د زوی په اړه په اوکراین کې د څیړونو د پيلولو غوښتنه کړې ده.
د بله پلوه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا ویلي دي چې ټرمپ د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ ماریسون سره په وروستیو ټيلیفوني خبرو کې د هغه نه د روسیې د تحقیقاتو په مسئله کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د امریکا کانګرس به د ټرمپ د خصوصي مدافع وکیل نه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د جولای په میاشت کې د کړو ټیلیفوني خبرو چې د جو بایدن د زوی په اړه يي ترینه د څیړونو د پيلولو غوښتنه کړې وه پوښتنې وکړي.
همداشان د ټرمپ مدافع وکیل جولیاني نه د اکتوبر تر ۱۵ مې نیټې پورې غوښتل شوي اوراق اړوندو مقاماتو ته د سپارولو غوښتنه شوې ده .
د بله پلوه ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کار د نوي وزیر د لوړې د ترسره کولو نه وروست خبریالانو ته وویل چې د هغه جاسوس په لټه کې دی چې ددې د ټیلیفوني خبرو په اړه يي ناسم راپور ورکړی دی. پدې راپور کې ناسم معلوم موندل شوي دي خو اوس د جاسوس د موندولو لټه کوو.
د ویلو ده چې د د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي سره د ټرمپ د ټيلیفوني خبرو راز د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې خپور کړ.
وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د سپټمبر په ۲۰ مه نیټه پدې اړه په خپور کړي خبر کې ویلي وو چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د جولای په میاشت کې د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه نه د هغه د سخت رقیب جو بایدن د زوی په اړه د څیړونو د پيلولو غوښتنه کړې وه.
ټرمپ ددې ادعاګانو په اړه ویلي وو چې د اوکراین د ولسمشر سره د هغه ټيلیفوني خبرو د ټولو اصولو او قواعدو سره سمې شوي دي. دا چې د زیلینسکي سره د کومې مسئلې په اړه خبرې کړي دا مهمه نده خو د باید د زوی په اړه باید تحقیقات وشي.
د امریکا رسنیو ویلي وو چې ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته ویلي دي چې د جو بایدن د زوی په اړه د څیړونو د پيلولو په صورت کې به ورسره مرسته وکړي.
ډیموکراټ ګوند د نوموړې ادعا د رامنځته کیدو نه وروسته د ولسمشر ټرمپ په اړه د عزل تحقیقات پیل کړل.
ټرمپ د نوموړو ټیلیفوني خبرو نه وروسته د اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرسته ځنډولې وه. خو ټرمپ ویلي دي چې دا مرسته يي د ټیلیفوني خبرو نه مخکې ځنډولې وه .
د امریکا د ولسي جرګې مشرۍ ننسي پیلوسي ویلي دي چې ټرمپ پدې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا ملي امنیت ته ستر زیان اړولی دی چې د همدې امله يي د هغه د دندې نه د ګوښه کولو اړوند تحقیقات پیل کړي دي.