د پاکستان په څو ایالتونو کې زوروره زلزله شوې

د پاکستان  د پلازمینې  اسلام آباد په ګډون په ځینو ښارونو کې  زوروره زلزله رامنځته شوې ده.

1275435
د پاکستان په څو ایالتونو کې زوروره  زلزله شوې
pakistan

 

د اسلام آباد نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد، پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالت په ځینو ښارونو کې  زوروره  زلزله رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  زلزله د ریشتر په کچه  د ۶ درجې  په لویوالي سره رامنځته شوې ده .

دا زلزله د پنجاب ایالت د خوشاب ، سرګودها، فیصل آباد، ګوجرانواله، میانوالی، منډی بهاوالدین  ، ملتان، اوکاړه، قصور ، خانیوال، ګجرات، شیخپوره، ننکانه  او یو زیات شمیر نورو ښارونو کې  رامنځته شوې ده .

همداشان  د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پيښور ښار، چارسده، سوات، خیبر، ایبټ اباد،باجوړ، نوشهر، مانسهره، بټ ګرام، تورغر، شانګله، بونیر، دیر، بر دیر، لویر، چترال، مالاکنډ او کوستان په ګډون  په یو زیات شمیر ښارونو کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  زلزلې  د ۱۵ نه  تر ۲۰ ثانیو پورې دوام  وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې  ددې زلزلې له امله  د ۱۹ تنو د وژل کیدو  او تر ۳۰۰  تنو  ډیرو   د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شو دی.



اړوند خبرونه