په واشنګټن کې وسله وال برید شوی

د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه  واشنګټن کې  په یو وسله وال برید کې یو تن مړ او ۵ تنه  نور ټپیان شول.

1273223
په واشنګټن کې وسله وال برید شوی

 

د ویلو ده چې دا برید  د امریکا د سپینې ماڼۍ په درې کیلومترۍ کې رامنځته شوی دی.

د واشنګټن نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  دا برید د واشنګټن د کولمبیا هایټس  په سیمه کې رامنځته شوی دی.

ویل کیږي  د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت  باریکه  دی.

د برید لامل  تر اوسه پورې معلوم  ندی.

برید کوونکی  د برید د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی. د برید کوونکي د نیولو په عملیات پیل شوي دي.

د برید په اړه تحقیقات  دوام لري.



اړوند خبرونه