ټرمپ په افغانستان کې د وروستیو بریدونو له امله په هیڅډول د طالبانو سره مذاکرات نه پيلوي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د وروستیو بریدونو له امله د طالبانو سره د سولې مذاکرات له سره نه پیلوي. دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاند وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاند د افغانستان په پلازمینه کابل او په پروان ولایت کې د تیرې ورځې د بریدونو په اړه وویل « امریکا دا بریدونه چې په پایله کې ۵۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی په کلکو ټکو غندي.
همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل او پروان پروني بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د ویلو ده چې پرون لومړی د غرمې نه مخکې په پروان ولایت کې د دولت جوړونکي ټیم د ټاکنیز کمپاین پر غونډې ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۴۲ تنه نور ټپیان شول.
پدې غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کړی وو.
پدې برید کې ډیری ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان ددې برید نه یواځې یو نیم ساعت وروسته د غرمې په یوه بجه د کابل د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د مسعود څلور لاري ترڅنګ د ملي دفاع وزارت د پیژنتون د ریاست پر قرارګاه ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې ۲۸ تنه مړه او ۳۸ تنه نور ټپيان شول.
د دواړو بریدونو مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.