په کاناډا کې د پارلمان یو تن نوماند اسلام ته د سپکاوي له امله له ګونده وشړل شو

په کاناډا کې  د اکتوبر په ۲۱ مه پارلماني ټاکنو   ته نوماند  د زرغون ګوند غړی  اریک شومان د ټولنیزې مډیا له لارې  اسلام مبارک دین ته د سپکاوي  نه وروسته  د ګوند نه وشړل شو.

1268674
په کاناډا کې د پارلمان یو تن نوماند اسلام ته د سپکاوي له امله له ګونده وشړل شو

 

د زرغون ګوند لخوا د  کاناډا  د سیمکو  د ښار نه  فدرال پارلمان ته کاندید اریک شومان د ټولنیزې مډیا لارې اسلام ته سپکاوی وکړ.

هغه د خپل حساب له لارې په خپور کړي پيغام کې  لیکلي دي چې « د سور کړي  خوږ پاتې شوني مو  وویشل. د سور کړي خوږ پاتې شوني مې په ډنمارک کې د محمد ص د کاریکاتور پر خلاف مظاهره کوونکو ته  ولیږل. »

په کاناډا کې د مسلمانانو د ملي شورا مشر مصطفی فاروق  د زرغون ګوند د نوماند  ددې  سپکاوۍ نه ډکو  څرګندونو له امله  د زرغون ګوند مشر الیضابط می ته  شکایت وکړ. د مسلمانانو د شورا مشر ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ستاسې د ګوند نوماند  هم اسلام ته ، هم مسلمانانو ته او هم  د اسلام ستر پيغمبر او لارښود حضرت محمد ص ته  سپکاوی کړی دی.

د کاناډا د اسلامي شورا  مشر د زرغون ګوند  مشر ته  د شکایت نه وروسته  خبري غونډې ته وویل « مونږ د کاناډا د ټولو وګړو په څیر  د بیان د ازادۍ نه ملاتړ کوو. خو یو څوک چې  د پارلمان لپاره کاندیدیږي  هغه  باید لږ تر لږه  یووالي او اخلاقي ارزښتونو ته  ژمن وي. څوک  چې  خلکو ته  د خوږ  د هډوکو او پاتې شونو د لیږولو  وعده ورکړي  هغه  ډیر زیات  مقامت کولای نشي. د دې کس  نوماندي باید هر څه ژر لغوه کړی شي. »

د مسلمانانو د شورا د مشر د څرګندونو نه سمدلاسه وروسته د زرغون ګوند  مشر  د ګوند نه د اریک شومان  د شړولو اعلان وکړ. د ګوند  مشر وویل  چې هم يي د شومان نوماندي لغوه کړې او هم  يي هغه له ګونده  شړلی دی.

زرغون  ګوند د بیان  په خپرولو سره  وویل چې  دا ګوند د جنسي تبعیض، اسلام فوبیا، انتي سمیتیزم، د ښځو پر وړاندې د دښمنۍ  او هر ډول  نفرت زغم  او تحمل نلري.



اړوند خبرونه