په تکزاس کې د وسله وال برید د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شوه
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې د وسله وال برید په پایله کې د مرګ ژوبله شمیره لوړه شوه.
د تکزاس ایالت پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې د مړو شمیره ۷ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۲۲ تنو ته لوړه شوې ده .
په وژل شوو کسانو کې یو تن د غیږې ماشوم هم شتون لري.
د تکزاس ایالت مقاماتو ویلي دي چې پرون د ماسپخین په ساعتونو کې میدلنډ او اودیسه د ښارونو ترمنځه د یو سوداګریز مرکز ترمنځه په رامنځته شوي وسله وال برید کې د مړو شمیر ۷ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۲۲ تنو ته لوړه شوه.
همداشان برید کوونکی هم د پیښې په ځای کې د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
د میدلنډ پولیسو مشر وویل چې برید کوونکی د ټرافیک پولیسو لخوا د درولو هڅه وشوه چې د پولیسو ته وتښتید. برید کوونکي وروسته د پوسته خانې اړوند د یو موټر په تښتولو سره د موټر نه پر پولیس او خلکو ډزې وکړې.
د سیمې پولیسو د برید کوونکي د نیولو هڅه وکړه خو هغه ډزو ته دوام ورکړ. پولیسو چې برید کوونکی د تیاتر د ودانۍ ترڅنګ محاصره کړ په ډزو وواژه. د سیمې پولیسو د برید کوونکي هویت ندی افشا کړی خو یواځې ویلي دي چې ۳۰ کاله عمر لري او سپین پوستی دی.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر دونالد ټرمب د نوموړې پیښې په اړه ارزونې کړي دي.
ټرمپ ویلي دي چې برید کوونکی روحي ناروغ وو او ماغزه پر ځای نه وو.
ټرمپ ویلي دي چې د وسله والو بریدونو د کچې د راټیټولو په خاطر په کانګرس کې د جمهوریت پلوه او ډیموکراټانو سره لیدنې کتنې کوي.
پډې برخه کې دواړو خواوو ته ستر مسئولیت په اړه دی.