په امریکا کې په کښتۍ اورلګیدنې په لسګونو تنه ووژل

د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورونیا  په ایالت کې  په یوې کښتۍ کې  د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1262433
په امریکا کې په کښتۍ اورلګیدنې په لسګونو  تنه ووژل

 

ویل کیږي پیښه د کالیفورونیا ایالت  د سانتا کروز په ټاپو کې  رامنځته شوې ده . اورلګیدنه  په یوې  مساپر وړونکې کښتۍ کې رامنځته شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کالیفورونیا  د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې  اورلګیدنه  د سانتا کروز  په ټاپو کې  د ۲۳ متره  په اوږدوالي سره  په یوې مساپروړونکې کښتۍ  چې د حرکت پر حال کې  رامنځته شوې ده .

سرچینې ویلي دي چې  پدې پیښه کې د کښتۍ  پنځه تنه پرسونل  ژغورل شوي دي خو  ۳۴ تنو پکې ژوند  د لاسه ورکړی دی.

سرچینې ویلي دي چې د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  د سواحلو امنیتي ځواکونه  سیمې ته ورسیدل  د ژغورنې چارې پیل کړې.



اړوند خبرونه