د امریکا په تکزاس ایالت کې په یو سوداګریز مرکز د وسله وال برید کې قتل عام رامنځته شو
په امریکا کې په سوداګریز مرکز وسله وال برید په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د امریکا متحده ایالتونو په تکزاس ایالت کې په یو سوداګریز مرکز خونړی برید شوی.
ویل کیږي برید کوونکی سوداګریز مرکز ته د ننوتو سره په شاوخوا خلکو يي په ډزو پيل وکړ. په پیښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۲۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د تکزاس ایالت والي ګیرګ ابوټ ویلي دي چې پیښه د تکزاس ایالت د الپاسو په ښار کې د سیلوویستا سوداګریز مرکز دننه د ولمارټ په مغارې شوی دی.
د تګزاس ایالت والي ددې برید نه د یو ډیر ناوړه او بې معنا برید په توګه یادونه کړې ده . هغه ویلي دي چې دا برید د تکزاس په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید دی او دا ورځ د تکزاس لپاره تر ټولو بده ورځ ده.
والي ویلي دي چې پدې پيښه کې شلو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲۶ تنه ټپیان شوي دي چې ټپيان په شاوخوا روغتونونو کې تر درلمنې لاندې نیول شوي دي.
د تګزاس د الپاسو د ښار د پولیسو مشر ګریګ الن برید کوونکي د برید نه یوه ورځ مخکې یوه اعلامیه خپره کړې وه او د نفرت نه ډکې څرګندونې پکې کړې وې. هغه ددې برید نه د نفرت او کینې نه ډک جرم په توګه یادونه وکړه.
د پولیسو مشر ویلي دي چې د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د برید په اړه راپور ترلاسه کړ چې سمدلاسه امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل. کله چې سیمې ته ورسیدو یو زیات شمیر کسان ویشتل شوي وو.
د برید پر مهال نږدې ۳ زرو تنو په سیمه کې شتون درلود. برید کوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی دی. برید کوونکی ۲۱ کلن سپین پوستی امریکايي دي.
هغه وویل چې برید کوونکی پاتریک کروسیوس نومیږي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ددې برید نه د یو ډیر بد برید په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي چې ډیر زیات شمیر کسان پکې وژل شوي دي.
د امریکا پولیسو د برید کوونکي عکسونه خپاره کړي دي.