په بلجیم کې یو تن کدوال په محکمه کې ځانته اور ورته کړ
د بلجیم د لیج په ښار کې یو تن ناقانونه کډوال په محکمه کې د قاضيانو په حضور کې ځانته اور ورته کړ.
د بروکسل ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې ۴۹ کلن ناقانونه کډوال د نیول کیدو نه وروسته د محکمې د جلسې پر مهال په ځان سوځونکي مواد د شیندولو نه وروسته ځان ته اور ورته کړ.
نوموړي کډوال په محکمه کې د قاضیانو په حضور کې ځان وسوځو. د کډوال لخوا ځانته د اور ورته کولو نه سمدلاسه وروسته پولیسو او محکمې مامورینو مداخله وکړه او نوموړی وژغوره.
کډوال د نوموړې پیښې نه سمدلاسه وروسته روغتون انتقال او د درملنې لاندې نیول شوی دی. ویل کیږي د کډوال روغتیايی حالت ښه ندی.
د بلجیم چارواکیو د نوموړې پیښې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده . همداشان د نوموړي کس د هویت په اړه هم څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې بلجیم یواځې تیر کال ۶۰۹۶ تنه ناقانونه کډوال د کډوالۍ د ادارې د حکم له مخې ډیپورت کړي دي.
د نوموړو کسانو نه ۷۶۷ تنه په زور سره د بلجیم نه شړل شوي دي.