د بلغاریا ولسمشر د امریکا نه د اف ۱۶ جنګي الوتکو د اخیستو تړون رد کړ
د بلغاریا ولسمشر رومن رادیف د امریکا متحده ایالتونو نه د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پیریدو اړوند تړون او د قانون مسوده رد کړه.
د بلغاریا ولسمشر د امریکا نه د یو عشاریه ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د امریکا نه د ۸ اف ۱۶ بلاک ۷۰ ډوله جنګي الوتکو د قانون مسوده چې د پارلمان لخوا تصویب شوې وه ویتو کړه.
هغه د نوموړي قانون د ویتو کولو دلیل د نوموړو الوتکو له امله هیواد د اوږدې مودې لپاره پوړوی کیدل په ګوته کړي دي. هغه پدې اړه پارلمان ته په استولي لیک کې ویلي دي چې بلغاریا ددې الوتکو د پیریدو له امله د ډیرې اوږدې مودې لپاره پوړوی کیږي. همداشان د نوموړي تړون په اړه پخپله په پارلمان کې هم ملي مطابقت شتون نلري چې دا د اندیښنې وړ خبره ده.
د بلغاریا ولسمشر د نوموړي هیواد د هوايي ځواکونو پخوانی قومندان دی. هغه په تړون کې د ذکر شوو الوتکو په اړه ویلي دي چې د وسلو او تجهیزاتو له پلوه هم کافي پرمختللې ندي چې دا خبره هم اضافي مصارفاتو ته زمینه برابروي.
ویل کیږي د بلغاریا پارلمان د ولسمشر لخوا د نوموړي تړون او قانون مسودې د ردولو نه وروسته په مسودې بیا کتنه وکړي او له سره به پرې رای اچونه وکړي.