نایجریايي ملا امام د ۲۶۲ تنو مسیحیانو د ژوند د ژغورولو له امله د دیني ازادیو جایزه واخیسته
امریکا یو تن نایجریايي ملاامام ته د دیني ازادیو جایزه ورکړه
امریکا متحده ایالتونو په نایجریا کې د یو جومات ملا امام عبدالله ابوبکر ته د وسله والې نښتې پر مهال ۲۶۲ تنه مسیحیان په جومات کې د بریدکوونکو نه د پټولو او د هغوې د ژوند د ژغورولو له امله د دیني ازادۍ نړۍوال جایزه ورکړه.
د بي بي سي د خبر له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای په میاشت کې د نایجریا د پلاتیو په ایالت کې د عبدالله ابوبکر په نامه د یو جومات ملا امام ۲۶۲ تنه مسیحي بزګر د خپل دښمنانانو شپنو د بریدونو سره مخامخ شوي وو په جومات کې پناه ورکړې وه او د هغوې ژوند يي ژغورلی وو.
امریکا متحده ایالتونونو نوموړی ملا امام د دیني ازادیو د جایزې لایق وګڼه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نوموړي ملا امام ته په خپلو لاسونو دا جایزه ورکړه.
مایک پمپیو نوموړي ملا امام ته د جایزې ورکولو پر مهال وویل « که چیرې دې زړور ملا امام دا کسان نوی ژغورلي او پناه يي نوی ورکړي کیدای شو چې ټول وژل شوي وی. دې ملا امام د خپل ژوند په بدل د بل دین د لارویانو ژوند وژغوره.»
د ویلو ده چې د نایجریا ولسمشر محمد بخاري هم نوموړي ملا امام ته د ښودلې زړوتیا له امله مبارکي ویلې وه او هغه ته يي د ملي ویاړ جایزه ورکړې وه.