په امریکا کې د الوتکې د جنګیدو په پیښه کې ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ
په امریکا متحده ایالتونو کې په هوايي ډګر کې د ګراژ سره د الوتکې د جنګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
1227680
د امریکا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي دي چې د تکزاس په ایالت کې د یوې خصوصي الوتکې د جنګیدو پایله کې لس تنه وژل شوي دي.
د امریکا د هوايي چلند د فدرال ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په ځايي وخت د یکشنبې د ورځې د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د تکزاس ایالت د ادیسن په سیمه کې یوه خصوصي الوتکه د هوايي ډګر نه د الوتنې نه مخکې د ځغاستې په لیکه کې د د ځغاستې پر مهال د الوتکو د یو ګراژ سره وجنګیده.
د ګراژ سره د الوتکې د جنیګدو نه وروسته الوتکې اور واخیست. په پیښه کې په الوتکه کې سپرو لسو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په بیان کې راغلي دي چې د پیښې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.