د امریکا د ډیموکراټ ګوند ځینو وکیلانو پر سعودي عربستان د وسلو د پلورولو د مخنیوي هڅې پیل کړي
د امریکا متحده ایالتونو په ولسي جرګه کې د ډیموکرات ګوند وکیلانو پر سعودي عربستان د وسلو پر پلورولو د بندیز لګولو اړوند د قانون مسوده ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې لخوا په خپور شوي بیان کېویل شوي دي چې په ولسي جرګه کې د کالیفورنیا د ایالت استازي د ډیموکرات ګوند غړي تید لیو د ټرمپ د حکومت لخوا پر سعودي عربستان او د خلیج په نورو هیوادونو د وسلو پر پلورلو د بندیز لګولو اړوند د قانون مسوده ولسي جرګې ته وړاندې کړې ده .
نوموړي ډیموکراټ وکیل ویلي دي چې د امریکا لخوا پر نورو هیوادونو د وسلو د پلورولو په مسئله کې د هیواد ملي منافعې او قوانین په نظر کې نیول کیږي او که نه پدې اړه ولسي جرګې تاییدي لازم ده. د ټرمپ د حکومت لخوا پر سعودي عربستان او نورو خلیج هیوادونو د وسلو د پلورلو په مسئله کې دا ستندردونه په نظر کې نه نیول کیږي چې د همدې امله يي دا مسوده ولسي جرګې ته وړاندې کړې ده .
همداشان ولسي جرګه کې د ډیموکراټ ګوند غړیو داوید سیسیلین، ابي ګایل سپانبرګر او ټام میلون واسکي هم په ځانګړې توګه زیرک بمونو د پلورولو د مسئلې په اړه هم د قانون مسوده ولسي جرګې ته وړاندې کړې ده .
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د روان میلادي کال د مې په ۲۴ مه نيټه د خپل ځانګړي صلاحیت نه په استفادې سره پرته ددې چې د کانګرس تایید واخلي پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څیر د خلیج په بعضو هیوادونو د وسلو د پلورولو پریکړه وکړه. ټرمپ ویلي وو چې ۸ میلیادرو ډالرو په ارزښت د وسلو ۲۲ قراردادونه به هر څه ژر سرته ورسوي.