په نیویارک کې یوه چورلکه د اسمان څلي ودانۍ سره وجنګیده
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې یوه چورلکه د یوې آسمان څلي ودانۍ سره د جنګیدو له امله ولویده.
د نیویارک پولیسو ویلي دي چې پيښه د نیویارک د منهاټن په سیمه کې رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي دي چې دا پيښه د ترهګرۍ سره کوم تړاو نلري . په پیښه کې د چورلکې پيلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
د نیویارک د اور وژنې ادارې ویلي دي چې چورلکه د نیویارک د منهاټن په مرکزي برخو کې د ټایمز میدان ته نږدې د یوې آسمان څلي ودانۍ د وروستي پوړ سره د جنګیدو له امله لویدلې ده .
د ودانۍ سره د چورلکې د جنګیدو نه وروسته چورلکې اور واخیست. د اور وژنې ډلې سمدلاسه سیمې ته ورسیدې او اور يي مړ کړ.
د نیویارک والي اندریو کاومو د پيښې د ځای نه لیدنه وکړه او وویل چې پدې نه پوهیږي چې چورلکه ولې پدې ودانۍ کې د کیناستو هڅه کوله.
ځکه چې دا کومه روتین ناسته نده.
د بله پلوه د نیویارک ښاروال بیا ویلي دي چې چورلکه تجاري وه او پدې ځای کې باید هیڅ الوتنه نوې کړي.
ښاروال ویلي دي چې تحقیقاتو دا ښودلې ده چې پیښه د ترهګرۍ سره کوم تړاو نلري.
هغه وویل چې کلونه کلونه کیږي چې چورلکې د منهاټن د اسمان څلو د پاسه ناسته نه کوي. د لا ګوردیا د هوايي ډګر د اجازې پرته چورلکې نشي کولای چې منهاټن پدې سیمه کې الوتنه وکړي. په ځانګړې توګه د ټرمپ ټاور له امله . دا چورلکه باید پدې ځای کې نه وای.