د سپینې ماڼۍ په مخکې یو تن ځان ته اور واچو
د امریکا متحده ایالتونو د سپینې ماڼۍ په مخکې یو تن چې ځان سوځولو وو په روغتون کې ساه ورکړه.
1211617
تیره ورځ یو تن د سپینې ماڼۍ ترڅنګ ایلیپس په پارک کې ځان ته اور واچو.
د واشنګټن پولیسو ویلي دي چې پرون د پلازمینې واشنګټن په مرکز کې سپینې ماڼۍ ته ډیر نږدې د ایلیپس په پارک کې د ارناو ګوپتا په نامه یو تن ځان ته اور واچو .
نوموړی ددې پیښې نه وروسته روغتون ته انتقال کړی شو چې د ډاکټرانو د ټولو مداخلو سره سره يي ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې تیره میاشت هم یو تن د سپینې ماڼۍ په مخکې په پنسلوانیا کې جاده کې ځان ته اور اچولی وو چې د شاوخوا خلکو لخوا يي اور مړ او ژغورل شوی وو.
پولیسو د نوموړې پيښې په اړه زیات جزیات ندي وړاندې کړي. همداشان ددې پيښو انګیزه هم معلومه نده.