په لیبیا کې په نښتو کې تر ۳ زرو تنو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لیبیا په پلازمینه  ترابلس کې  او شاوخوا کې  په روانو نښتو کې  په سلګونو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

1209564
په لیبیا کې په نښتو کې تر ۳ زرو تنو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د روغتیا نړۍوال سازمان  د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  په ترابلس کې  د روانو نښتو په ترڅ کې ۴۰ تنو نورو ملکي وګړو هم  ژوند د لاسه ورکړ چې ددې سره  د مړو شمیره ۵۶۲ تنو ته  لوړه شوه.

په بیان کې راغلي دي چې پدې نښتو کې  تر اوسه پورې  ۲۸۵۵ تنه ټپیان شوي دي.

د بله پلوه  د لیبیا په ختيځ کې  د پوځي ځواکونو مشران جنرال حفتر د پلازمینې ترابلس د نیولو په خاطر  د اپریل په ۴ مه نيټه  د سترو عملیاتو د پیلولو په خاطر د نړۍوال جوړجاړي  د حکومت  پر خلاف  د جګړې د پیلولو امر کړی وو.

د ویلو ده چې د تیرو ۲ میاشتو راهیسې  د حفتر او لیبیا د جوړجاړي  د حکومت د ځواکونو ترمنځه  جګړه دوام لري.



اړوند خبرونه