په مدیترانه کې کډوالو  کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

د تونس  خبري اژانس ویلي دي چې  په مدیترانه کې  د کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده .

1199047
په مدیترانه کې کډوالو  کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

 

په خبر کې راغلي دي چې د ژغورنې ډلو  د نوموړې کښتۍ د لسګونو تنو سپرلۍ  نه یواځې  ۱۶ تنه  ژوندي ژغورلي دي.

پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۷۰ تنه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ملګروملتونو سازمان د شمیرو له مخې  تیر کال په مدیترانه کې  ۲۲۶۲ تنو کډوالو  ژوند  د لاسه ورکړی دی. د ویلو ده چې تیر کال  د مدیترانې له لارې تر سلو زرو تنو ډیر کډوال اروپا ته تیر شوي دي.

همداشان په ۲۰۱۷ کال کې بیا په مدیترانه کې  ۳۱۳۹ تنو کډوالو ژوند  د لاسه ورکړی وو.

په ۲۰۱۶ کال کې بیا تر ۵۰۰۰ تنو ډیرو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو چې  دا کار تر ټولو خونړی کال بلل کیږي.



اړوند خبرونه