په مسکو کې مساپر وړونکې الوتکې اور واخیست
د روسیې په پلازمینه مسکو کې د یوې مساپر وړونکې الوتکې د اور اخیستو په پایله کې ستر قتل عام رامنځته شو.
په مسکو کې یوې مساپر وړونکې الوتکې په هوايي ډګر کې د بیړنۍ ناستې نه وروسته اور واخیست. په پیښه کې لږ تر لږه ۴۱ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړ.
د مسکو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د مسکو او مورمانسک د ښار تر منځه سفر کوونکې ssj 100 ډولې مساپر وړونکي الوتکې د شریمتیوا د هوايي دګر نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته بیرته په هوايي ډګر کې د بیړنۍ ناستې اجازه وغوښته.
الوتکه په ځغاست لیکه کې د ښکته کیدو نه سمدلاسه وروسته يي وروستۍ برخې اور واخیست. الوتکې د اور اخیستو نه وروسته د ځغاست لیکې په منځ کې ودرول شوه او د مساپرو په تخلیه پيل شو.
په الوتکه کې ۷۳ تنو مساپرو او ۵ تنو د الوتکې پیلوټانو او خدمې شتون درلود. د نوموړو ۷۸ تنو نه ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ او پاتې کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
د پيښې اصلي لامل معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.