په سريلانکا کې د تیرې ورځې د بریدونو د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه.
په سریلانکا کې د تیرو ورځو په خونړیو بریدونو کې څه باندې ۸۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په سريلانکا کې د تیرې ورځې د بریدونو د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه.
د سریلانکا ولسمشر میتریپالا سریسینا وویل چې د تیرې ورځې په بریدونو کې د مړو شمیره ۲۹۰ تنو ته رسیدلې ده او تر ۵۰۰ تنو ډیر ټپيان شوي دي. هغه وویل چې په هیواد کې د کلیساګانو او هوټلونو باندې د بریدونو د څیړولو په خاطر يي یوه ځانګړي څیړنیزه کمیټه په دنده ګمارلې ده .
ددې کمیټې مشرۍ به د سترې محکمې د مشر په غاړه وي. همداشان پدې تحقیقاتو کې به د نوموړو ترهګریزو بریدونو لاملونه، د بریدونو تر شا پلانونه، راتلوونکي خطراتو په ګډون په هر اړخیزه توګه څیړني وشي.
د بله پلوه د سریلانکا د ولسمشر سکرتر ویلي دي چې د کمیټې غړي به هر څه اعلان شي. کمیټه به د تحقیقاتو پایلې د دوو اونیو په دننه کې بشپړې او د هیوادوالو سره به شریکي شي.
د سریلانکا لومړي وزیر بیا د نوموړو بریدونو نه په هیواد کې د اقتصادي بې ثباتۍ د رامنځته کولو د هڅو په توګه یادونه وکړه.
هغه ویلي دي چې په هیواد کې په رامنځته شوو ټپونو به په ګډه توګه پټۍ ولګو او د نظم او ثبات په خاطر به ټولې ادارې په ګډه کار وکړو.
د سریلانکا د دفاع وزیر بیا ویلي دي چې په هیواد کې له سره د امن، ثبات، حقوقو فضا او نظم د رامنځته کولو په خاطر مو د درو قوتونو قومندانانو او امنیې قومندانۍ ته لازمو تدابیرو نیولو په خاطر لازم هدایات کړي دي.
د سریلانکا پولیسو د نوموړو بریدونو نه وروسته د پیل کړو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې د ۲۴ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
پولیسو د برید کوونکو هویت په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې تیره ورځ په سریلانکا کې په درو جلاجلا کلیساګانو او څو مهمو هوټلونو پله پسې بمي بریدونه وشول.
پدې پيښه کې د سریلانکا د هیواد سربیره د یو زیات شمیر بهرنیو هیوادونو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
پدې بریدونو کې د ترکیې ، امریکا متحده ایالتونو، انګلستان،هندوستان، چین، ډنمارک، جرمني او پرتګال وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده . ویل کیږي پدې پيښه کې ۳۲ تنه بهرنيان وژل شوي دي.
پداسې حال چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی د سریلانکا د عدلي طب چارواکیو ویلي دي چې بریدونه د ځانمرګیو لخوا ترسره شوي دي. د پيښو له ځایونو د راټولو شوو شواهدو او تحقیقاتو نه معلومه شوې چې بریدونه د ۷ تنو ځانمرګیو برید کوونکو لخوا ترسره شوي دي.