پاپ فرانسیس د سولې په خاطر د سویلي سوډان د پخواني مشرانو خپو ته ښکته شو او خپې ورته ښکل کړې.
د کاتولیکو مسیحیانو دیني مشر پاپ فرانسیس د سولې په خاطر د سویلي سوډان د پخواني مشرانو خپو ته ښکته شو او خپې ورته ښکل کړې.
د واتیکان مشر او د نړۍ د کاتولیکو مسیحیانو دیني مشر پاپ فرانسیس چې د سویلي سوډان پخواني مشران د سولې په خاطر واتیکان ته رابللي وو د هغوې خپو ښکته شو او د هغوې نه يي د سولې د تداوم په خاطر غوښتنه وکړه.
پاپ فرانسیس د سویلي سوډان د پخوانیو مشرانو سره په لیدنه کې په یو ناڅاپي توګه د هغوې خپو ته ښکته شو او د سولې په خاطر يي د هغوې خپې ښکل کړې. هغه د سویلي سوډان د مشرانو نه د اوربند په اړه د لاسلیک کړي تړون او په راتلوونکي میاشت کې د ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه کړو ژمنو ته د ژمن پاتې کیدو غوښتنه وکړه.
فرانسیس د سویلي سوډان مشرانو ته په خطاب کې وویل چې « زه ستاسې د ورور په صفت ستاسې نه هیله او غوښتنه کوم چې د سولې تداوم ته ژمن پاتې شۍ او سولې ته دوام ورکړۍ. زه ستاسې نه د ټول صمیمیت سره غوښتنه کوم چې اجازه ورکړۍ چې د روښانه راتلوونکي پر لورې لاړ شو. هو ډیر زیات مشکلات شتون لري خو اجازه مه ورکوۍ چې مونږ ددې مشکلاتو لاندې ګیر پاتې شو. خپل مشکلات په خپله حل کړۍ.»
د ویلو ده چې د سویلي سوډان رهبرانو د پاپ فرانسیس ددې اقدام په اړه تعجب وکړ.
د واتیکان مشر پاپ فرانسیس د سویلي سوډان مشرانو ته د هغه په اقامتګاه کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د سولې او ثبات د ټینګښت او د روانو خونړیو اختلافاتو د ختمولو ترمنځه د دعا کولو په خاطر بلنه ورکړې وه.
د ویلو ده چې سویلي سوډان په ۲۰۱۱ کال کې د استقلال د ترلاسه کولو نه وروسته په خپلو منځنیو جګړو اخته شو. د سویلي سوډان په کورنیو جګړو کې تر ۴۰۰ زرو تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سویلي سوډان کې په جګړه بوختو خواوو د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د سولې او اوربند تړون لاسلیک کړ. همداشان نوموړو د ګډ ائتلافي حکومت د جوړولو پریکړه وکړه.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.