د جرمني د هسن په ایالت کې یوې الوتکې سقوط کړی دی
په جرمني کې الوتکې سقوط کړی
د جرمني د سویلي هسن ایالت د امنیې قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې الوتکه د هسن ایالت د ارزهاوسن هوايي دګر ته نږدې په کرنیزه مځکه کې لویدلې ده.
پولیسو ویلي دي چې الوتکه د لویده سره په کامله توګه سوځیدلې ده . پدې پیښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی ږ
پولیسو ویلي دي چې د پلټنو په ترڅ کې تر اوسه پورې د الوتکې د پیلوټ او دوو تنو نورو مړي موندل شوي دي.
پولیسو زیاته کړې ده چې په الوتکه کې د روسیې د دوو تنو وګړو په اړه خبر ترلاسه کړی دی خو مړي د هویت د تثبیت په خاطر عدلي طب ته وړل شوي دي.
د جرمني د ډي پ ای خبري اژانس د خبر له مخې الوتکې د فرانسې نه د جرمني په موخه الوتنه کړې وه چې د هسن ایالت د ارزهاوسن په ښار کې لویدلې ده .
ویل کیږي الوتکه د اس ۷ هوايي شرکت اړوند وه . یاد شوي شرکت ویلي دي چې پدې الوتکه کې د شرکت خاوندې ۵۵ کلنې روس سوداګرې ناتالیژا فیلژوا سفر کولو چې لویدلې ده .
د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.