هند او پاکستان د هندي سکاتو لپاره د ویزې په معافیت سره په تفاهم ورسید
پاکستان او هندوستان چارواکي په تیرو اونیو کې د رامنځته شوي تاوتریخوالي نه وروسته دا ځل د ویزې د معافیت په مسئلې خبرې کوي.
د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کمار ویلي دی چې پاکستاني پلاوي سره د هندي سکانو لپاره په پاکستان کې د هغوې د درمسال د زیارت په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر پرته د ویزې د تګ راتګ او د سرحدي دروازې د پرانیستو په مسلې خبرې کړي دي.
هغه ویلي دي چې د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل کوله.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي دي چې دا غونډه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه ترسره کیږي. لومړي وزیر عمران خان دا ګام هندي سکانو ته په پاکستان کې خپلو درمسالونو ته د سفر په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر اوچت کړی دی.ددې په هیله چې دا ګام د جګړې او نښتې نه د سولې او همکارۍ او د دښمنۍ نه د دوستۍ وسیله وګرځي.
د پاکستان او هندوستان پلاوي د پاکستان د پولو په درې کیلومترۍ کې د هند تر کنټرول لاندې د عطاري په کلي کې سره لیدنه کړې. دواړه خواوې د کاتارپور سرحدي دروازه پرته د ویزو د تګ راتګ پر مخ د پرانیستو په مسئلې سره په تفاهم رسیدلي دي.
د ویلو ده چې د تیرې میاشتې په ۱۴ مه نیټه په هندي کشمیر کې د هندي ځواکونو په کتار د ځانمرګي برید چې په پایله کې ۴۴ هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ هند او پاکستان یو ځل بیا د جګړې نقطې ته رارسیدلي وو.
هند د نوموړي برید پړه پر پاکستان واچوله خو پاکستان بیا د هند تورونه رد کړل. هند د غچ اخیستو په خاطر د فبروري په ۲۶ مه نيټه د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر هوايي بریدونه وکړ چې پاکستان ددې په مقابل کې دوه هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې.
پاکستان د هندي الوتکو د ویشتو نه وروسته اسیر کړی هندي پیلوټ د ښه نیت ښودو په خاطر خوشې کړ او هند ته د سولې لاس اوږد کړ.
اړوند خبرونه
اسپانیا د اسرائیلو پر خلاف یو بل مهم ګام اوچت کړ.
اسپانیا د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر خلاف د نسل وژنې په قضیه کې د ګډون پریکړه وکړه.