ونزویلا حکومت په هیواد کې د جرمني سفیر دانیل کرینر د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ
د ونزویلا حکومت د جرمني سره ډیپلوماټیکي اړیکې خرابې کړې
.
د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر پدې اړه د حکومت پریکړه د ټولنیزې مډیا له لارې اعلان کړه.
د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ونزویلا حکومت په کاراکاس کې د جرمني سفیر د نامطلوب شخص په توګه د اعلانولو پریکړه کړې ده . همداشان هغه ته د ونزویلا د خاورې نه د وتو په خاطر ۴۸ساعته مهلت ورکړ شوی دی.
د ونزویلا حکومت د جرمني سفیر په هیواد کې د د توطئه ګرو مخالفو ډلو سره په ګډه په حرکت کولو تورن کړی دی. هغه ویلي دي چې د جرمني سفیر دا ډول چلند د منلو وړ ندی.
د ونزویلا حکومت ویلي دي چې د جرمني د سفیر دا ډول چلند او دریځ د نړۍوالو اړیکو او اساساتو پر خلاف یو عمل دی او دا د ونزویلا په کورنیو چارو کې په دوامداره توګه ښکاره مداخله ده.
د ونزویلا حکومت یو خپلواکه او مستقل حکومت دی او هیچا ته په خپلو کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه ورکوي.
د ونزویلا حکومت ویلي دي چې د اروپا سره د مذاکراتو په خاطر دروازې تل پرانیستي دي.
د ویلو ده چې د ونزویلا د ملي شورا رئیس چې ډيری څوکۍ د مخالفینو په لاس کې دي ګوایدو د روان میلادي کال د جون په میاشت کې ځان ددې هیواد د موقت دولت د مشر په توګه اعلان کړ.
امریکا په مشرۍ کاناډا، کولمبیا، استرالیا، پیرو، ایکوادور، پراګوای، برازیل، چیلي، پاناما، ارجنټاین، کوستاریکو او ګواتامالا په څیر هیوادونو ګوایدو د ونزویلا د موقت حکومت د مشر په توګه په رسمیت وپیژنده.
همداشان د اروپا پارلمان په ګډون یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو هم نوموړی په رسمیت پیژندلی دی.
ددې په مقابل کې ترکیه، روسیه، مکسیکو، چین، ایران او داسې نور هیوادونه بیا د ونزویلا د منتخب ولسمشر نیکولاس مادورو نه ملاتړ کوي.