امریکا غواړي په راتلوونکو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره نیمايي ته راټیټه کړي
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځه د اقتدار د ویشلو اړوند د سولې د پلان بعضې جزیات د خبري رسنیو لاس ته غورځیدلي دي.
پنټاګون د افغانستان د سولې پلان اروپايي هیوادونو ته هم وړاندې کړی دی. پدې پلان کې ویل شوي دي چې امریکايي ځواکونه به د راتلوونکو پنځو کلونو په دننه کې د افغانستان نه خارج شي.
د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي او اروپايي چارواکیو له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ددې پلان له مخې امریکا متحده ایالتونه به په راتلوونکو څو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیره نیمايي ته راټیټه کړي. نیمايي ځواکونه به د افغانستان نه وباسي.
امریکا اوسمهال په افغانستان کې ۱۴ زره تنه سرتیري لري چې ۷ زره يي وباسي.
همداشان په پلان کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې ۸۶۰۰ تنه د ناټو په مشرۍ متحد ځواکونه به د افغانستان د پوځ روزنې چارو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې پاتې کیدونکي امریکايي ځواکونه به یواځې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسئولیت په غاړه واخلي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي سره ددې چې واشنګټن او اروپا ددې پلان نه قوي ملاتړ کړی دی خو د پنټاګون ویاند بیا ویلي دي چې پدې اړه تر اوسه غوڅه پریکړه نده شوې.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ یو څه موده مخکې ویلي وو چې په پام کې لري هیواد د دوامدارو جګړو نه وباسي. ټرمپ په افغانستان ، عراق او سوریه کې روانو جګړو ته اشاره کړې وه.