په امریکا کې د تیرو ۲۵ کلونو تر ټولو سوړ ژمي
په امریکا متحده ایالتونو کې هوا د تیرو ۲۵ کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره پدې کچه سړه شوې ده .
د امریکا په منځني لویدیځ برخو کې هوا د تودوخي درجه تر منفي ۴۰ درجو رسیدلې ده .
ویل کیږي د امریکا په منځني لویدیځ برخو کې د قطب ګردآب په نامه د سړې هوا له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په امریکا کې د ډیرې زیاتې سړې هوا له امله ۲۵۰۰ الوتنې لغوه شوي ، په لسو ایالتونو کې د پوست خدمات په ټپه دریدلي او ښوونځي رخصت شوي دي.
د امریکا د میشیګان، ویسکونسین، شیکاګو، لوا او انډیانا ایالتونو کې د سړې هوا له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د امریکا د هوا پیژندنې چارواکیو خلکو ته د سړې هوا په اړه د کلکو تدابیرو نیولو خبرداری ورکړی دی. د هوا پیژندنې چارواکیو ویلي دي چې د هوا تودونخی په ځانګړې توګه د شپې پر مهال ډیره زیاته راټیټیږي او وژونکې کچې ته رسیږي.
همداشان د خلکو نه د اړتیا نه پرته بهر ته د نه وتو او بهر ته د وتو پر مهال د خبرو نه کولو او په ډیره عمیقه توګه د تنقس د نه اخیستو غوښتنه شوې ده .