په امریکا کې پر پولیسو وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په هوسټون ښار کې په برید کې ۵ تنه پولیس ټپیان شول.
د هوسټون پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړي ښار په سویل ختیځ کې په پولیسو د کمین په څیر برید وشو.
پولیسو ویلي دي چې پولیس د نشه يي توکو د قاچاق د دوسیې په اړه د دوو تنو د نیولو په په خاطر یو کور ته تللي وو چې د کمین په څیر د برید سره مخامخ شول.
پولیسو ویلي دي چې په برید کې ۴ تنه پولیس په ډزو کې ټپیان شوي او بل تن هم د زانګانه نه سخت ټپي شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې پدې نښته کې دواړه برید کوونکي د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.
د بله پلوه د هوسټون ښار ښاروال سیلوستر ترنر خبري غونډې ته وویل چې دا پيښه د دوشنبې د ماښام په شپه رامنځته شوې ده . هغه وویل چې نن شپه زمونږ د ښار لپاره یوه ډیر غمناکه شپه ده. د هوسټون د ښار د اوسیدونکو نه د ټپي شوو پولیسو لخوا د دعا ګولو غوښتنه کوم. د هغوې کورنیو لپاره دعا وکړۍ.
هغه وویل چې ټپي شوي پولیسو سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپي شوو پولیسو نه د دوو تنو روغتیايي حالت باریکه دی. همداشان د دوو نورو روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی.
د هوسټون د پولیسو مشر بیا خبري غونډې ته وویل کله چې « کله چې زمونږ پولیسو د نشه يي توکو د یوې دوسیې په تړاو د دوو تنو د نیولو په خاطر یو کور ته لاړل هلته د وسله وال برید سره مخامخ شول. د نوموړو دوو تنو نه یو تن پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې ۴ تنه پولیس ټپیان شول. یو تن بل پولیس د زنګون نه ټپي شوی دی. د ټپي شوو پولیسو نه دوه تنه عملیات شوي دي چې روغتیايي حالت يي باریکه دی. د هغوې د صحت په خاطر باید دعا وکړو.
پدې پيښه کې دواړه برید کوونکي د پولیسو لخوا له خپو غورځول شوي دي.