یونان  درې تنو  قهرمانو  کډوالو ته  تابعیت  ورکړ.

د تیر کال  د جولای په میاشت کې د یونان  پلازمینې اتن  ته نږدې په یوه سیمه کې  د اورلګیدنې پر مهال  ۳ تنو کډاولو د لسګونو تنو  ژوند  وژغوره.

1118325
یونان  درې تنو  قهرمانو  کډوالو ته  تابعیت  ورکړ.
yunanistan gocmenlere vatandaslik1.jpg

 

 

د یونان  ولسمشر  نوموړو ۳ تنو قهرمانو کډوالو ته چې لسګونو تنه يي له مرګه  ژغورلي وو  د یونان  په تابعیت ورکولو  ونازول.

د یونان ولسمشر  پروکوپیس پاولوپولوس  تیره ورځ  نوموړو  درې تنو  کډوالو ته  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  د یونان  تابعیت ورکړ. ویل کیږي  نوموړي  کډوال  یو تن  د البانیا  او دوه تنه د مصر  وګړي وو.

پدې مراسمو کې  د یونان د کورنیو چارو وزیر هم ګډون کړی وو.

د یونان  ولسمشر قهرمانو کډوالو ته د تابعیت ورکولو په مراسمو کې په خپله وینا کې  د بشریت  او همغږۍ په اهمیت  ټینګار وکړ  او وویل « پوپولیسم  ، بهرنیانو سره دښمني او تبعیض  د اروپايي ټولنې د ارزښتونو سره په ټکر کې عمل دی. »

هغه وویل تاسې وګورۍ  دې درې تنو  کډوالو ځوانانو  د بشریت او انسان دوستۍ  په برخه کې  څومره ښکلی مثال  تشکیل کړی دی. هغه وویل چې زمونږ  بعضې اروپايي شریکان  باید پدې ډیر ښه پوه شي چې  اروپايي والی  یو ډير ستر  افتخار  او ویاړ  دی خو ددې سره سره  ځینې مسئولیتونه هم  لري چې باید  خپل دا مسئولیتونه هیر نکړو.

د یونان  د کورنیو چارو وزیر  هم  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل « دې درې تنو  قهرمانانو  د کپ نیونې  د کوچینو  کښتیو سره  زمونږ په لسګونو تنه  هیوادوال چې  په اورلګیدنه کې  بند پاتې ول  او په منځ کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود  په ډیره قهرمانه ډوله  د خپلو ژوند په بدل کې  هغوې وژغورل. خپل ژوندونه يي په خطر کې واچول  او زمونږ  د هیوادوالو سره يي مرسته وکړه. »

د ویلو ده چې  تیر کال  د جولای  د میاشتې په ۲۳ مه نيټه د یونان  د پلازمینې اتن په ۲۰ کیلومترۍ کې په ځنګلونو کې  د پيل شوې اورلګیدنه  د باد په مرسته  په ډیره  کمه  موده کې  د سمندر په څنډه کې پرتو  سیمو ته  وغځیده. دې اورلګیدنې له امله  تر سلو تنو ډیر ژوند  لاسه ورکړ  او ۱۸۷ تنه نور ټپيان شول.

پدې اورلګیدنه کې په سلګونو کورونه ، دوکانونه او موټرې وسوځیدې. د اورلګیدنې پر مهال په سلګونو تنو  ځانونه  سمندر ته ګوزار کړي وو.

نوموړو  دریو تنو کډوالو  په لسګونو تنه یوناني وګړي چې  د مرګ له ګواښ سره  مخامخ  شول  ژغورلي وو.


پيوندونه: #یونان , #کډوال , #تابعیت

اړوند خبرونه