د مالي هیواد په شمال کې د میناکا په ښار کې د عام وګړو قتل عام وشو.
په مالي کې د فرانسوي او ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو د موجودیت سره سره وسله والو قتل عام وکړ
د مالي نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې وسله والو کسانو د هیواد په شمال ختیځ کې د میناکا په ښار کې په ملکي وګړو برید وکړ چې په ترڅ کې ۴۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مالي امنیتي سرچینو ویلي دي چې د ۹ نه تر ۱۲ تنو پورې برید کوونکو د تسلاتین او تیناباو په سیمو کې په ملکي وګړو بې رحمانه بریدونه کړي.
دا لا معلومه نده چې دا برید د چا لخوا شوی دی. همداشان برید کوونکو د قتل عام نه وروسته د ۸۰ کیلومترو په لویوالي سره سیمې ته اور اچولې دی.
د سیمې خلکو په نوموړې پیښه کې د اغیزمن شوو خلکو په خاطر په نوموړي هیواد کې میشت د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو نه د مرستې غوښتنه کړې ده. همداشان د سیمې خلکو د سوله ساتو ځواکونو نه یاده شوې مسله د بشري حقونو اداراتو ته د انتقالولو غوښتنه هم کړې ده .
د ویلو ده چې مالي هیواد شمالي او مرکزي برخې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د بیلتون غوښتونکو او ترهګرو د بریدونو شاهدي کوي.
د ویلو ده چې په مالي کې میشت فرانسوي او ۴ زره د ملګروملتونو د سازمان سوله ساتي ځواکونه د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي.