په بلجیم کې ټولیزه استعفاګانې.

د بلجیم مهمو وزیرانو له دندې استعفا وکړه

1103540
په بلجیم کې ټولیزه استعفاګانې.

په بلجیم کې  د کابینې ګڼ شمیر وزیرانو په ټولیزه توګه  استعفا وکړه.

د بلجیم  پاچا  فیلیپ  د نوي  فلاما  د اتفاق  د وزیرانو  استعفا  ومنله.

د بلجیم  د شاهي ماڼۍ  لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د کورنیو چارو وزیر یان خامون، د مالیې وزیر یوهان وان وارتفیلد، د دفاع وزیر سندر لونیس، د کډوالو او کډوالۍ  د چارو وزیر تیو فیغانکا  او د مساوي حقونو او فقر  پر خلاف د مبارزې مسئول  وزیر زهل دیمیر  له خپلو  استعفا  کړې ده .

په بیان کې راغلي دي چې د نوموړو استعفاوې  د پاچا فیلیپ لخوا  منل شوي دي.

د بلګه  خبري اژانس  د خبر له مخې  په پام کې ده چې  د روغتیا وزیر مګي دې بلوک د کډوالو او کډوالۍ د چارو د وزیر په توګه، د لومړي وزیر مرستیال الکساندر دی کرو د  مالیې د وزیر په توګه  او د دولت  وزیر پيتر دی کریم  د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي.

د بله پلوه  د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر دیدیر ریندرز  به  د دفاع د وزارت مسئولیت هم  په غاړه واخلي.

د ویلو ده چې په بلجیم  کې  د نوي فلامن  اتفاق  د کډوالو په مسلې  د رامنځته شوي  بحران له امله د حکومت نه د جلا کیدو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه