په امریکا کې یو تن مسلمان سیاستوال له دندې نه د ګوښه کولو اقدام غبرګونونه پارولي دي

په امریکا کې مسلمان سیاستوال ددې له امله چې پنځه وخته لمونځ کوي له دندې نه د ګوښه کولو هڅه شوې

1101497
په امریکا کې یو تن مسلمان سیاستوال له دندې نه د ګوښه کولو اقدام غبرګونونه پارولي دي

د امریکا  متحده ایالتونو د فورت ورث د  سیمې د جمهوریت پلوه ګوند  مرستیال  پاکستاني الاصله شاهد شافي  د دیني عقیدې  له امله چې مسلمان دی  له دندې نه يي د ګوښه کولو هلو ځلو  پراخه غبرګونونه پارولي دي.

۲۸ کاله مخکې  امریکا  ته کډه شوي  جراح  ډاکټر  پاکستاني الاصله  شاهد شافي  چې  لومړی  د تکزاس  ایالت  د سوت لک د ښاروالۍ  د مجلس د غړي په توګه  ټاکل شوی وو  سږ کال  د جون په میاشت کې  د فورت ورث  په سیمه کې د جمهوریت پلوه ګوند  د مرستیال په توګه  وټاکل شو.

د جمهوریت پلوه  ګوند د  فورت ورث  د سیمې  مسئول  دوري او برین  او د هغه پلویانو  د شاهد  شافي  چې  مسلمان  دی  خپل کولتور او دین ته  ډیر پابنده  دی  ددې په بهانه  چې  کیدای شي د ترهګرو ډلو سره  ارتباط  ولري  د دندې نه د ګوښه کولو  غوښتنه وکړه.

د فورت ورث د سیمې  د جمهوریت پلوه ګوند  مشر  دارل  ایستون  ویلي دي چې  د  اوبرین  د شاهد شافي د دندې  نه د ګوښه کولو په خاطر  مونږ یواځې  یو دلیل  وړاندې کړی چې هغه هم  اسلامیت دی.

د بله پلوه  د جمهوریت پلوو د ګوند استازي  جورج پي بوش  بیا ویلي دي چې  په ښاغلي شافي لګیدلي تورونه  او له دندې نه د هغه د ګوښه کولو غوښتنه  او پدې اړه هلې ځلې  د امریکا د ارزښتونو پر خلاف  دي.

هغه  د اوبرین  او د هغه د پلویانو پر خلاف  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې  د سیمې  یو ډیر  مهم   او لوړ کاري ظرفیت  خاوند  یوتن  چارواکي یواځې د هغه  د عقیدې  او دین  له امله  له دندې نه د ګوښه کولو  په اړه هلې ځلې  د منلو وړ ندي.

هغه وویل چې  د یو هر اړخیز  او قوي جمهوریت پلوو  د ګوند په خاطر  باید  دا  ډول تبعیضونو نه لاس واخلو.

د بله پلوه  د تکزاس  ایالت  د ایالتي مجلس  رئیس  جیو ستراوس  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  « د ګوند  بعضې مسئولین غواړي چې د ګوند  یو تن  مهم  چارواکی  د هغه د دیني عقیدې له امله له دندې ګوښه کړي. دا خبره  زمونږ د ټولو لپاره د شرم  او خجالت  ځای  دی. دا اقدام  د امریکا او جمهوریت پلوو د ګوند د ارزښتونو سره  په ټکر کې  ګام  دی. د ټولو چارواکو نه د ډول  هلو ځلو نه د لاس اخیستو غوښتنه کوو. »

د فورت ورث  د سیمې  مسئول  او براین  ویلي دي چې  شاهد شافي  پنځه وخته  جومات ته ځي  او خپل دین ته ډیر پابند  دی. دوی غواړي چې  تکزاس په ایالت کې  شریعت  رامنځته کړي.



اړوند خبرونه