ټرمپ : د سعودي عربستان سره تجاري تړونونه لغوه کولای نشو

ټرمپ : د سعودي سره شخصي تجارت نلري خو د امریکا نه د سلګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي پیري

1092049
ټرمپ : د سعودي عربستان سره  تجاري تړونونه لغوه کولای نشو

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وویل چې د سعودي عربستان  سره  د تجاري تړونونو  لاس په سر کیدای نشي. هغه ویلي دي چې سعودي عربستان په منځني ختيځ کې  د امریکا  تر ټولو نږدې متفق هیواد دی  او د جمال قاشقچي د جنایت له امله  خپل دا نږدې متفق د لاسه ورکولای نشي.

ټرمپ  دا څرګندونې  په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته د امریکا او سعودي عربستان د اړیکو په اړه  معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  امریکا به د سعودي عربستان سره  تجاري تړونونو او اړیکو ته  دوام  ورکړي.

مونږ  د سلګونو میلیارده ډالرو نه  لاس په سر کیدای نشو. که چیرې  د سعودي عربستان سره  دا تړونونه  لغوه کړو  د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه  به ډیره زیاته  لوړه شي.

هغه وویل چې  هغه  د سعودي عربستان سره  شخصي  اړیکې  او یا تجارت  نلري.

زما لپاره  د شخصي پلوه  کوم اهمیت  نلري، او دا هیواد  زما سره کوم شخصي تعلقات هم  نلري. دا هیواد  د امریکا نه د سلګونو میلیاردو په ارزښت  توکي پیري.

که چیرې  مونږ  په سعودي عربستان باندې د وسلو  او پوځي توکو پر پلورولو بندیز ولګو  دا خبره  زمونږ په ګته  نه بلکې  د روسیې او چین په ګته  ده. ځکه چې  سعودي عربستان  مجبور دی چې خپل پوځي اړتیاوې له یو ځایه پوره کړي.

روسیه او چین به ددې  فرصت نه ډیره ښه استفاده وکړي.

ټرمپ ویلي دي چې نه غواړي  روسيې  او چین ته  دا ډول  فرصت  ورکړي.

همداشان  ټرمپ  د جمال قاشقچي د جنایت  په مسله کې  د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د لاس لرولو او یا نه لرولو  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، کیدای شي  چې  ولیعهد شهزاده  د قاشقچي د جنایت په اړه  ځینې معلومات  درلودل.

هغه ویلي دي چې د امریکا  استخبارات  اوس هم  د قاشقچي د جنایت په اړه تحقیقاتو ته دوام  ورکوي.



اړوند خبرونه