د امریکا د تکزاس په ایالت کې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
په امریکا کې په یوه ورځ کې دوو تعلیمي الوتکو سقوط وکړ
1088183
پيښه تیره شپه د امریکا د تکزاس ایالت د لافلین په هوايي هډه کې رامنځته شوه.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دې الوتکې د تعلیمي پروازونو پر مهال سقوط کړی دی. په پیښه کې یو تن پیلوټ مړ او بل تن ټپي شوی دی.
د امریکا د هوايي ځواکونو لخوا د خپور شوي بیان له مخې د پيښې قربانیان د دل ریو ښار روغتون ته انتقال شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلومات ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې پرون د امریکا یوې بلې تعلیمي الوتکې هم سقوط کړی وو خو په هغه پيښه کې پيلوټان ژوندي ژوغورل شوي وو.